پاکستان نیواکی قدس ته د امریکا دسفارت په انتقالولو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i71262-پاکستان_نیواکی_قدس_ته_د_امریکا_دسفارت_په_انتقالولو_نیوکه_وکړه
په دغه بیانیه کې د اقدام د دغه اقدام په وړاندې د عربی هیوادونو د چوپتیا پاییلې غمیزناکې بلل شوی او ویل شوی دی چی دغه اقدام له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په لړ کې د ځینو عربی هیوادونو د هڅو نتیجه وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2018 10:24 Asia/Kabul
  • پاکستان نیواکی قدس ته د امریکا دسفارت په انتقالولو نیوکه وکړه

په دغه بیانیه کې د اقدام د دغه اقدام په وړاندې د عربی هیوادونو د چوپتیا پاییلې غمیزناکې بلل شوی او ویل شوی دی چی دغه اقدام له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په لړ کې د ځینو عربی هیوادونو د هڅو نتیجه وبلله

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه بیانیه کې ویلی امریکا په ځلونو ثابته کړی ده چی نړیوالو قوانینو ته پایبنده نده او د خپلو ګټو او هدفونو د تحقق لپاره په قوانینو پښې ږدی . په دغه بیانیه کې راغلی دی د پاکستان حکومت او ملت د فلسطین له مظلوم ملت سره په پیوستون کې له ۱۹۶۷ کال مخکې پولو پر اساس د بیت المقدس په پلازمینې د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا غوښتونکې دې .

له بلې خوا د انډونیشیا خارجه وزارت هم قدس شریف ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه د یوه جدی اقدام د غوره کولو لپاره د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ او امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه .

د اندونزی د خارجه وزارت په بیانیه کې قدس ته د امریکا د سفارت په انتقالولو کې د سپینې ماڼۍ د اقدام په غندلو سره ویل شوی چی واشنګټن په دغه اقدام سره د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ او امنیت شورا پریکړه لیکونو خلاف ورزی کړی ده .

همداراز  د یمن سیاسی لوړې شورا هم په یوه بیاینه کې قدس شریف ته د امریکا د سفارت انتقالول د اسلامی امت پرضد د جنګ اعلان بللی دی . په دغه بیانیه کې د اقدام د دغه اقدام په وړاندې د عربی هیوادونو د چوپتیا پاییلې غمیزناکې بلل شوی  او ویل شوی دی چی دغه اقدام له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په لړ کې د  ځینو عربی هیوادونو د هڅو نتیجه وبلله . د یمن سیاسی لوړی شورا همدراز له درستو اسلامی او عربی هیوادونو غوښتی دی چی په خپلو پلازمینو کې د امریکا سفارتونه وتړی .

د یادولو ده چی د امریکا دغه اقدام د نړۍ داکثرو هیوادونو له غندنو او نیوکو سره مخامخ شوی دی .