د عربستان او اماراتو چارواکي د اسرائیلو د جنایتونو ملاتړ کوي
May 15, 2018 15:48 Asia/Kabul
د یمن د علماؤ ټولنې وویل: د عربستان او اماراتو واکوالان د فلسطین د آرمان د ختمولو هڅه کوي.
د یمن د عالمانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کښې د فلسطین له ارمانه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه: صهیونیسټان او په سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو کښې د عربو خائن واکمنان تل د عربو او مسلمان ولسونو د آرمان د خرابولو کوشش کوي.
د یمن د علماؤ ټولنې په دې بیانیه کښې زیاته شوې ده چې دغه ټولنه د صهیونیسټي رژیم خلاف د مقاومت د غورځنګونو او هر هغه اقدام څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي چې د دښمنانو پلانونو ته ماتې ورکولی شي.
د یمن د عالمانو ټولنې د نړۍ ټول آزادي غواړي او پتمن خلک د هغو لاسپوڅو او خیانتکارو نظامونو خلاف تحرک او پاڅون ته راوبلل چې قدس شریف یې خرڅ کړی دی.
ټیګونه