د يمن فوځ په سعودي بل توغندے وروتوغوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i71868-د_يمن_فوځ_په_سعودي_بل_توغندے_وروتوغوۀ
د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ نن سحر د سعودي په جيزان بندر د يو مېنځنۍ فاصلې ويشتونکې بالېسټک توغندي د ويشتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2018 01:45 Asia/Kabul
  • د يمن فوځ په سعودي بل توغندے وروتوغوۀ

د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ نن سحر د سعودي په جيزان بندر د يو مېنځنۍ فاصلې ويشتونکې بالېسټک توغندي د ويشتلو خبر ورکړ.

د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د توغنده اي يونټ اعلان وکړ دغه بندر په بدر يو نومي ځاي توغندي سره په نښه کړے شوے دے. او دغه توغنده اي حمله د سعودي د جنايتونو په ځواب کښې ترسره شوه.

له دې مخکې د يمن د فوځ وياند شرف لقمان تاکيد کړے ؤ چې د تيري ګرو سنګرونه او اقتصادي تاسيسات به تر هغه وخته چې په يمن باندې د هغوي تيري او محاصره دوام ولري د يمن توغنديو هدف ګرځي.

د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو دفاعي قوت د سعودي لخوا د دغه هېواد د هر اړخيزې محاصرې باوجود ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کښې دے.