ملګری ملتونه دې دیمن د حکومت دکارکونکو دمعاش ورکول ومنی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72716-ملګری_ملتونه_دې_دیمن_د_حکومت_دکارکونکو_دمعاش_ورکول_ومنی
دملګروملتو ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس دې پوه شی ، د لومړنی ګام په توګه دې د حکومتی کارمندانو حقوق ورکړل شی، او که دا کار ونه کړی ، نو له هغه سره هم د ملګروملتو دمخکینی استازی اسماعیل ولد الشیخ په څیر چلند کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2018 02:11 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه دې  دیمن د حکومت دکارکونکو   دمعاش ورکول ومنی

دملګروملتو ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس دې پوه شی ، د لومړنی ګام په توګه دې د حکومتی کارمندانو حقوق ورکړل شی، او که دا کار ونه کړی ، نو له هغه سره هم د ملګروملتو دمخکینی استازی اسماعیل ولد الشیخ په څیر چلند کیږی .

مهر خبری  آژانس راپورورکړی ،  د یمن   دانقلاب لوړې کمیټې  مشر  محمد علی الحوثی  پرون  په ټولینز پیغام کې وئیلی دی ، په یمن کې د ملګروملتو له ځانګړی استازی سره په دې شرط خبرې کوی ، چې  د یمن دحکومت دکارکونکو معاش دې تامین کړی .

 هغه وئیلی دی ،  دملګروملتو ځانګړی استازی  مارتین ګریفیتس دې پوه شی ،  د لومړنی ګام په توګه دې   د حکومتی کارمندانو  حقوق ورکړل شی، او که  دا کار ونه کړی ،   نو له هغه سره  هم د  ملګروملتو دمخکینی  استازی  اسماعیل ولد الشیخ په څیر چلند کیږی .

مارتین ګریفتیس  دتیرې شنبې په ورځې  دیمن پلازمینې صنعا ته ورغلی  څو  په یمن کې د سیاسی خبرواترو  دبیرته  پیلیدا په باب د   انصار ا ... ولسی غورځنګ له مشرانو سره خبرې وکړی .

له یمنه بل خبر دا چې  دیمن پوځ اوولسی مبارزو  کمیټو  غړو   د البیضاء  ولایت  په  ناطع سیمې کې د  اماراتی اوسعودی  تالی څټو  ترهه ګرو په ضد  پراخ پاکونکی عملیات پیل کړی  او  ویئل کیږی چې په دغو عملیاتو کې   ئې په لسګونو ګوډاګی  وګړی هلاک اوټپیان کړی او  دغه راز ئې هغوی ته نور تاوانونه هم اړولی دی .