د امام خمینی رح نوښت د فلسطین مسله ژوندۍ ساتلی ده
-
ددښمانانو ټولې دسیسې چې د قدس د حقایقو د بدلولو او جعلي کولو لپاره ترسره کیږي زر یا په ځنډ سره به له ماتي سره مخ شي .
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق دملی حکمت د بهیر مشر سید عمار حکیم وویل د امام خمینی رحمت الله علیه ستراتیژیک نوښت د فلسطین موضوع ژوندۍ ساتلی ده .
هغه په یوه(۱) پیغام کښې د قدس دنړیوالې ورځې په درنښت او د دغه ورځې دټاکلو لپاره د امام خمینی رحمت الله علیه د ستراتیژیک نوښت په ستاینې سره وویل د امام خمینی رح اقدام د ټولې نړۍ د پتیالیوانسانانو په زړونو کښې چې ظلم ، مریتوب او استکبار نه منی د فلسطین د موضوع د تل د ژوندی او دخوځنده پاتې کیدا سبب شو .
دعراق دملی حکمت دبهیر مشر عمار حکیم په دې خبرې ټینګار سره چې قدس تل د اسلام او دمسلمانانو هویت او د هغوې دتل پاتې پلازمینه پاتې کیږی وویل ددښمانانو ټولې دسیسې چې د قدس د حقایقو د بدلولو او جعلی کولو لپاره ترسره کیږی زر یا په ځنډ سره به له ماتی سره مخ شی .
د روژې دمبارکې میاشتې اخری جمعه د ایران داسلامی جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په نوښت د قدس ورځ نومول شوی ده چې دټولې نړۍ مسلمانان دصهیونیسټ رژیم له توکمپاله سیاستونو خپله کرکه اعلان کړی .