د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو غزه بمباري کړه
Jun 16, 2018 02:04 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو بیګا د غزې تړانګه د توغندوي حملو هدف وګرځوله.
فلسطیني سرچینو وویل چې د صهیونیسټي رژیم جنګي جیټونو د غزې تړانګې په شمال کښې د فلسطیني مقاومت پر سنګرونو بمباري وکړه.
د دې حملو د مرګ ژوبلې او تاوان په هکله لا کوم رپورټ نه دی خپور شوی.
صهیونیسټ رژیم د تیر کال له دسمبر میاشتې نه د غزې پر تړانګې د خپلو هوايي بریدونو نوی پړاؤ پیل کړی دی.
پر غزې د صهیونیسټي رژيم په حملو کښې تراوسه زرګونه فلسطینیان شهیدان او زخمي شوي دي.
د غزې تړانګه له ۲۰۰۶ کال راهیسې د اسرائیلو په ځمکنۍ، هوايي او سمندري محاصره کښې ده او د دې سیمې خلک له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
ټیګونه