صهیونیسټي رژیم پر غزې بیا هوايي حمله وکړه
Jun 17, 2018 03:15 Asia/Kabul
پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د بې پایلټه الوتکې په بیګانۍ حمله کښې لږترلږه دوه فلسطینیان ژوبل شول.
فلسطیني سرچینو ویلي چې دغه ډرون یا بې پایلټه الوتکې د غزې په ختیځ کښې د البریح کیمپ د خواوشا سیمې بمباري کړې دي.
د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو وړمه شپه هم د غزې شمالي سیمې بمباري کړې وې.
د غزې تړانګه له ۲۰۰۶ کال راهیسې د اسرائیلو په ځمکنۍ، هوايي او سمندري محاصرې کښې ده او د دغې سیمې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ دي.
ټیګونه