دایران پرضد د جبهې دجوړیدا اجازه به ورنکړل شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74000-دایران_پرضد_د_جبهې_دجوړیدا_اجازه_به_ورنکړل_شی
فارس خبری اژانس وایی د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ «حماس »د سیاسی دفتر غړی موسی ابومرزوق پرون په ماسکو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې روسیه د پیړۍ دمعاملې په نوم دامریکا له پلان سره مخالفه ده وویل روسیه او حماس غورځنګ به اجازه ورنکړی دغه پلان دایران پرضد د جبهې د خلاصولو په هدف سره اجرایی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2018 01:07 Asia/Kabul
  • دامریکا د پیړۍ دمعاملې د پلان پراساس قدس شریف صهیونیسټ رژیم ته ورسپارل کیږي .
    دامریکا د پیړۍ دمعاملې د پلان پراساس قدس شریف صهیونیسټ رژیم ته ورسپارل کیږي .

فارس خبری اژانس وایی د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ «حماس »د سیاسی دفتر غړی موسی ابومرزوق پرون په ماسکو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې روسیه د پیړۍ دمعاملې په نوم دامریکا له پلان سره مخالفه ده وویل روسیه او حماس غورځنګ به اجازه ورنکړی دغه پلان دایران پرضد د جبهې د خلاصولو په هدف سره اجرایی شی .

هغه وویل دفلسطین دحماس غورځنګ یو(۱) پلاوی به دایران په شمول څو نورو هیوادونو ته سفرونه وکړی .

د ایران اسلامی جمهوریت تل د فلسطین د مظلومو خلکو  ملاتړی وو او دی .

موسی ابو مرزوق د فلسطین دحماس غورځنګ دیوه لوړرتبه پلاوی په مشرۍ پرون د روسیې له چارواکو سره دخبرو لپاره ماسکو ته ورسید .

د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت لخوا یو(۱) نوی پلان دی چې دفلسطین د خلکو د حقونو د له مینځه وړلو کوشش کوی او ویل کیږی دغه پلان د ځینو عربی هیوادونو په  تره بیا د سعودي عربستان ، متحده عربي ماراتو وغیره په  ملګرتیا او موافقت سره برابر کړی شوی دی .

 دامریکا د پیړۍ دمعاملې د پلان پراساس قدس شریف صهیونیسټ رژیم ته ورسپارل کیږی او په  نورو هیوادونو کښې د فلسطین کډوال به خپل هیواد ته د بیرته ستنیدا حق ونلری او فلسطین به یوازې په غزې تړانګې او د اردن سین د لویدیځې غاړې د پاتې سیمو مالکیت په لاس کښې ولری .