د سوریې د سیاسي بهیر د پيلیدو اصلي خنډ امریکا ده
د سوریې ولسمشر وویل د ځینې لویدیځ هیوادونه او په سر کې یې امریکا په دغه هیواد کې د سیاسي بهیر د فعالیدو په لاره کې خنډ کیږي.
مهر خبري اژانس نن د النشره په حواله راپور ورکړ : بشار اسد د خارجه وزارت له دپلماتانو سره په کتنه کې وویل په ملي سویه هر ډول اجماع په حقیقت کې د هر ډول موافقې د تصویب اصلي عنصر دی.
هغه زیاته کړه: دغه موافقه او اجماع په ټولو برخو کې د خبرو اترو له لارې پرته لاسته نه شي راتللی.
بشار اسد ټینګار وکړ ، بیا رغاونه د سوریې یو مهم لومړیتوب دی او له ترهه ګرۍ سره مبارزه به د نیواکګرو له لاسه د سوریې د ټولې خاورې تر ازادۍ پورې روانه وي.
د سوریې ولسمشر وویل: له فشاد سره مبارزه او د سوریې د مختلفو لورو تر مینځ د خبرو پیاوړتیا، خپل هیواد ته د کډوالو ستنیدا او د سیاسي بهیر فعالول چې ځینې هیوادونه منجمله امریکا یې مخه نیسي ډیر مهم دي.
د سوریې بحران له دوه زره یوولسم کاله د عربستان امریکا او دهغوی د متحدانو تر ملاتړ لاندې د ترهه ګرو ډلو په پراخ یرغل سره چې غوښتل یې د سیمې انډول د صهیونسټ رژیم په ګټه بدل کړي پیل شو خو د سوریې د خلکو او پوځ په سرښندنو سره د دښمن توطئې تر اوسه ناکامې شوې دي.