د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو غزه بمباري کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74661-د_صهیونیسټي_رژيم_جنګي_الوتکو_غزه_بمباري_کړه
د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو بیګا نیمه شپه پر غزې توغندوي بریدونه کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2018 03:04 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو غزه بمباري کړه

د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو بیګا نیمه شپه پر غزې توغندوي بریدونه کړي دي.

فلسطیني سرچینو ویلي چې د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په مرکز او شمال کښې د فلسطین د مقاومتي ځواکونو سنګرونه بمباري کړي دي.

د دې حملو د مرګ ژوبلې او مالي تاوان په هکله لا کوم رپورټ نه دی ترلاسه شوی.

صهیونیسټي رژیم د تیر کال له دسمبر میاشتې څخه پر غزې تړانګې د خپلو هوايي بریدونو نوی پړاؤ پیل کړی دی چې تراوسه پکښې زرګونه فلسطینيان شهیدان او زخمي شوي دي.