اسرائیلو د حملو په زیاتولو ټینګار وکړ
Jul 15, 2018 02:14 Asia/Kabul
-
دصهیونیسټ رژيم کابینه نن د غزې تړانګې په اړه غونډه هم جوړوي .
زمونږخبریال وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو پرضد د حملو په زیاتولو ټینګار وکړ .
هغه بیګا په یوه(۱) تصویری پیغام کښې د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د پوځ د حملو د زیاتیدا خبر ورکړ او ویې له پوځی مشرانو سره په سلامشورو کښې فیصله وشوه دغه حملې وشی .
دصهیونیسټ رژیم کابینه نن د غزې تړانګې په اړه غونډه هم جوړوی .
دغه راز د فلسطین د ملی وفاق حکومت ویاند یوسف المحمود د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو او دجنایتونو دبندولو لپاره دنړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه وکړه .
هغه وویل د فلسطین ملی وفاق حکومت دغزې تړانګې د هستوګنو پرضد دصهیونیسټ رژیم د حملو د بندولو لپاره له نړیوالو او سیمه ییزو لورو سره کوټلی تماسونه ټینګ کړی دی .
ټیګونه