یو زخمي شوی فلسطینی ځوان شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74798-یو_زخمي_شوی_فلسطینی_ځوان_شهید_شو
هغه فلسطیني ځوان چې د ستنیدو د حق په مظاهر کښې زخمي شوی و، د زخمونو د زیاتوالي له امله شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 16:10 Asia/Kabul
  • یو زخمي شوی فلسطینی ځوان شهید شو

هغه فلسطیني ځوان چې د ستنیدو د حق په مظاهر کښې زخمي شوی و، د زخمونو د زیاتوالي له امله شهید شو.

د فلسطین د خبري مرکز د رپورټ له مخې، د ساري داود شوبکي په نامه ۲۸ کلن فلسطنیي ځوان چې د روان کال د مۍ میاشتې په ۱۴ نیټه د ستنیدو د حق په مظاهرو کښې د اسرئیلي پوځیانو په ډزو زخمي شوی و، نن سهار شهید شو.

دغه فلسطیني ځوان د اسرائیلي پوځیانو په ډزو کښې په مرۍ لګیدلی و او تر نن سهاره يې د قدس په یو روغتون کښې درمله روانه وه.

د دې فلسطیني ځلمي په شهادت سره د غزې په تړانګه کښې د ستنیدو د حق د سترو مظاهرو د شهیدانو شمیر چې د مارچ له دیرشمې نیټې پیل شوې دي، ۱۴۷ ته ورسید. په دغو مظاهرو کښې همداشان له شپاړسو زرو زیات کسان زخمي دي چې د سلګونو کسانو حالت پکښې خراب دی.