دسوریې پوځیانو نور دولس کلی او ښارګی ازاد کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74927-دسوریې_پوځیانو_نور_دولس_کلی_او_ښارګی_ازاد_کړی
زمونږخبریال وایی د سوریی عسکرو پرون د قنیطره(Quneitra) په ریف جنوبی سیمه کښې دولس(۱۲) کلی او ښارګی ازاد کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2018 00:51 Asia/Kabul
  • د وسله والو ډلو له وتلو وروسته به دسوریې پوځ دنیواکي جولان ګاونډي سیمې ته ورشي .
    د وسله والو ډلو له وتلو وروسته به دسوریې پوځ دنیواکي جولان ګاونډي سیمې ته ورشي .

زمونږخبریال وایی د سوریی عسکرو پرون د قنیطره(Quneitra) په ریف جنوبی سیمه کښې دولس(۱۲) کلی او ښارګی ازاد کړل .

د سوریې د پوځ په دغو عملیاتو کښې ګڼ شمیر ترهګر ووژل شول او دهغوې وسلې او مهمات هم له مینځه یوړل شوې .

یوشمیر نور ترهګر هم تښتې ته مجبوره شول .

د سوریې پوځ وړمه ورځ هم یویشت(۲۱)کلی او کروندې له ترهګرو ازادې کړې او ددرعا او قنیطره په شاواخو سیمو کښې د وسله والو ډلو دمرکزونو او پټنځایونو په تباه کولو بریالی شوی وو .

دسوریې پوځ د جون له پینځلسمې(۱۵) نیټې راهسې د ملی پخلاینې له بهیر سره یوځاې د جنوب سیمې د ازادولو لپاره پوځی عملیات پیل کړی دی .

دسوریې سرچینو دغه راز وویل  دهغو وسله والو کسانو چې له حکومت سره پخلاینې ته چمتو دی بسونه چې کورنۍ هم ورسره دی له قنیطره درعا ولایت ته لاړل او دغه بسونه به له درعا وروسته په شمال کښې ادلب ولایت ته ولاړ شی .

د دمشق له حکومت سره د سوریې په جنوب کښې د وسله والو ډلو ترمینځ د موافقې په اجرایی کیدا سره تراوسه د قنیطره او درعا  له جنوب ختیځ پرته چې داعش ترهګرې ډلې په لاس کښې دی   دوسله والو ترهګرو ډلو تر نیواک لاندې ډیرې سیمې د سوریې دپوځ لاس ته ورغلی دی .

د وسله والو ډلو له وتلو وروسته به دسوریې پوځ دنیواکی جولان ګاونډی سیمې ته ورشی .