امریکا د سوریې یوشمیر ښاریز مړه او ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74929-امریکا_د_سوریې_یوشمیر_ښاریز_مړه_او_ژوبل_کړل
ایرنا خبری اژانس نن سهار راپور ورکړ دامریکا د ائتلاف جنګی الوتکو دسوریې د دیرالزور(Deir ez-Zor) ولایت البوکمال(Al-Bukamal) ښار ته نږدې په السوسه ښارګی حملې سره یوشمیر کسان وژلی او ژوبل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2018 01:14 Asia/Kabul
  • دامریکا په مشرۍ دغه ائتلاف تراوسه په سوریې اوعراق کښې ډیر بې ګناه ښاریز وژلي دي .
    دامریکا په مشرۍ دغه ائتلاف تراوسه په سوریې اوعراق کښې ډیر بې ګناه ښاریز وژلي دي .

ایرنا خبری اژانس نن سهار راپور ورکړ دامریکا د ائتلاف جنګی الوتکو دسوریې د دیرالزور(Deir ez-Zor) ولایت البوکمال(Al-Bukamal) ښار ته نږدې په السوسه ښارګی حملې سره یوشمیر کسان وژلی او ژوبل کړی دی .

امریکا له تیرو څو ورځو راهسې دداعش ترهګرې ډلې دمرکزونو په پلمه د سوریې په السوسه ښارکښې د ملکی خلکو په کورونو بمباریو ته دوام ورکړی او له کبله یې په زرګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوی دی .

د جولاۍ دمیاشتې په شپاړسمه(۱۶) نیټه هم دامریکا جنګی الوتکود سوریې په السوسه ښارګی بمبارې کړی وې .

امریکا او ملګرو  یې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې له داعش ترهګرې  ډلې سره د مبارزې په پلمه د ملګروملتونو له چوکاټه بهر او د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته یو(۱) ائتلاف جوړ کړی دی .

دامریکا په مشرۍ دغه ائتلاف تراوسه په سوریې اوعراق کښې ډیر بې ګناه ښاریز وژلی دی .