په الجزائر کښې دوه فلسطيني سائنسدانان شهيدان شول
دوه فلسطيني سائنسدانان پرون د الجزائر په پائتخت الجزيزه کښې يو بلډنګ کښې شهيدان کړے شول.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې فلسطيني سرچينو اعلان وکړ، سليمان محمد الفرا او محمد حميد البنا دوه فلسطيني سائنسدانان په مشکوکه توګه په يو بلډنګ کښې دننه ووژل شول.
د الميادين د رپوټ له مخې دغه دوه سائنسدانان د غزې د خان يونس سيمې اوسېدونکي وو چې امکان لري د صهيونېسټ رژيم د جاسوسي تنظيم موساد لخوا وژل شوي دي.
په تېرو مياشتو کښې صهيونېسټ رژيم څو نور فلسطيني سائنسدانان په مختلفو هېوادونو کښې په شهادت رسولي دي.
د اپرېل په ۲۱ نېټه يو فلسطيني سائنسدان فادی البطش د ملېشيا په کوالالمپور کښې شهيد کړے شو. د فلسطين حماس غورځنګ وويل د البطش په قتل کښې د موساد لاس ښکاري.
د اسرائيلي رژيم تاريخ د نړۍ په مختلفو سيمو کښې له ترهه ګريزو اقداماتو ډک دے او په دهشتګردانه اقداماتو کښې خونړۍ عملنامه لري.