دسوریې او دحزب الله اړیکې دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75028-دسوریې_او_دحزب_الله_اړیکې_دوام_لری
زمونږخبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په دې خبرې ټینګار سره چې سوریه د مقاومت په چورلیز کښې ده د دمشق او دحزب الله اړیکې پرځاې او پرله پسې وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2018 01:49 Asia/Kabul
  • سوریه نن مخ ته روانه ده او ددغه هیواد نورې پاتې سیمې به چې ترهګرو ډلو په نیواک کښې دي زر ازادې شي .
    سوریه نن مخ ته روانه ده او ددغه هیواد نورې پاتې سیمې به چې ترهګرو ډلو په نیواک کښې دي زر ازادې شي .

زمونږخبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په دې خبرې ټینګار سره چې سوریه د مقاومت په چورلیز کښې ده د دمشق او دحزب الله اړیکې پرځاې او پرله پسې وبللې .

هغه پرون د حزب الله غورځنګ له یوه(۱) مبارز سره په کتنې کښې چې همدا اوس په سوریې کښې د فوعه او کفریا شیعه میشته سیمو له کلابندۍ څخه خوشی شوی وو داسرائیلو او د امریکا دملاتړ وړ تکفیری ترهګرو په وړاندې ددرې نیم کاله مقاومت په خاطر د ددغو دوو(۲) ښارګیو دخلکو او دمبارزانو ستاینه وکړه او  ددغه سیمې د کلابندۍ د ختمیدا او دسیمې د ازادیدا دبریالیتوپ په اړه یې مبارکی وویله .

د لبنان دحزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل دسوریې په فوعه او  کفریا ښارګیو کښې بریالیتوب یوازې یو (۱)محدود بریالیتوب نه وو بلکې په سوریې کښې د جنګ او دتاوتریخوالی د نوی پړاو درامینځته کولو لیاره د دښمانانو په سپیره پلان بریالیتوب وو .

هغه وویل سوریه نن مخ ته روانه ده او ددغه هیواد نورې پاتې سیمې چې د ځینو عربو او دلویدیځو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په نیواک کښې دی زر ازادې شی .