دسورې پوځ په درعا ولایت کامل کنټرول ترلاسه کړ
-
د تحریر الشام ډلې یو بل مشر ابو اسلام ازبکي هم د ادلب ولایت په لویدیځ کښې د الیعقوبیه کلي په لاره کښې ووژل شو .
فارس خبری اژانس وایی دسوریې پوځ له داعش ترهګرې ډلې سره له سخت جنګ وروسته په جنوب لویدیځ کښې د درعا ولایت په شمال لویدیځ کښې د حوض الیرموک سیمې بشپړه کنټرول په لاس کښې واخیست .
د سورې پوځ د سوریې او داردن الوحده ډیم ته نږدې په القصیر کلی کښې دخپلو سنګرونو له تثبیت وروسته په کامل ډول په حوض الیرموک سیمې تسلط وموند .
دسوریې عسکر وړمه ورځ هم بریالی شوی وو عابدین کلی او الشجره ښارګی له داعش ترهګرو ازاد کړی .
دسوریې پوځ په تیرو اوو(۷) ورځو کښې بریالی شوی دی په درعا ولایت کښې کابو اته(۸) کلی او سیمې له ترهګرو ازادې کړی .
دسوریې په ادلب ولایت کښې دترهګرو ډلو ترمینځ په جنګونو کښې ګڼ شمیر کسان مړه اوژوبل شوی .
په ادلب مواصلاتی لاره کښې دناپیژاندو کسانو په ډزو کښې د تحریرالشام وهابی صهیونیسټی ترهګرې ډلې یو(۱) مشر ووژل شو .
دغه راز د تحریر الشام ډلې یو بل مشر ابو اسلام ازبکی هم د ادلب ولایت په لویدیځ کښې د الیعقوبیه کلی په لاره کښې ووژل شو .