دسورې پوځ په درعا ولایت کامل کنټرول ترلاسه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75213-دسورې_پوځ_په_درعا_ولایت_کامل_کنټرول_ترلاسه_کړ
فارس خبری اژانس وایی دسوریې پوځ له داعش ترهګرې ډلې سره له سخت جنګ وروسته په جنوب لویدیځ کښې د درعا ولایت په شمال لویدیځ کښې د حوض الیرموک سیمې بشپړه کنټرول په لاس کښې واخیست .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2018 01:38 Asia/Kabul
  •  د تحریر الشام ډلې یو بل مشر ابو اسلام ازبکي هم د ادلب ولایت په لویدیځ کښې د الیعقوبیه کلي په لاره کښې ووژل شو .
    د تحریر الشام ډلې یو بل مشر ابو اسلام ازبکي هم د ادلب ولایت په لویدیځ کښې د الیعقوبیه کلي په لاره کښې ووژل شو .

فارس خبری اژانس وایی دسوریې پوځ له داعش ترهګرې ډلې سره له سخت جنګ وروسته په جنوب لویدیځ کښې د درعا ولایت په شمال لویدیځ کښې د حوض الیرموک سیمې بشپړه کنټرول په لاس کښې واخیست .

د سورې پوځ د سوریې او داردن الوحده ډیم ته نږدې په القصیر کلی کښې دخپلو سنګرونو له تثبیت وروسته په کامل ډول په حوض الیرموک سیمې تسلط وموند .

دسوریې عسکر وړمه ورځ هم بریالی شوی وو  عابدین کلی او الشجره ښارګی له داعش ترهګرو ازاد کړی .

دسوریې پوځ په تیرو اوو(۷) ورځو کښې بریالی شوی دی په درعا ولایت کښې کابو اته(۸) کلی او سیمې له ترهګرو ازادې کړی .

دسوریې په ادلب ولایت کښې دترهګرو ډلو ترمینځ په جنګونو کښې ګڼ شمیر کسان مړه اوژوبل شوی .

په ادلب مواصلاتی لاره  کښې دناپیژاندو کسانو په ډزو کښې د تحریرالشام وهابی صهیونیسټی ترهګرې ډلې یو(۱) مشر ووژل شو .

دغه راز د تحریر الشام ډلې یو بل مشر ابو اسلام ازبکی هم د ادلب ولایت په لویدیځ کښې د الیعقوبیه کلی په لاره کښې ووژل شو .