د لبنان حزب الله په الحديده روغتون د سعودي حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75311-د_لبنان_حزب_الله_په_الحديده_روغتون_د_سعودي_حمله_وغندله
د لبنان حزب الله نن په يوې بيانيه کښې په الحديده ښار کښې په الثوره روغتون او د کبانو په بازار باندې په حمله کښې د سعودي تيريګر ائتلاف وحشيانه جنايت سخت وغندۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2018 11:13 Asia/Kabul
  • د لبنان  حزب الله په الحديده روغتون د سعودي حمله وغندله

د لبنان حزب الله نن په يوې بيانيه کښې په الحديده ښار کښې په الثوره روغتون او د کبانو په بازار باندې په حمله کښې د سعودي تيريګر ائتلاف وحشيانه جنايت سخت وغندۀ.

د العالم چېنل د رپوټ له مخې د لبنان حزب الله په دغه بيانيه کښې د سعودي ائتلاف لخوا په روغتون او بيمارانو باندې حمله وحشتناکه او د مقاومت په وړاندې د دغه ائتلاف  اخلاقي ذوال او ماتې وبلله او د نړۍ له ازادو ملتونو ، ملګرو ملتو او د بشري حقوقو له ټولنو يې وغوښتل چې د دغه اقدام په غندلو سره  دې د هغه د عاملينو په وړاندې کلک اودريږي.

د سرۀ صليب نړيوالې کمېټۍ هم په الحديده ښار د سعودي ائتلاف د حملو سلسله وغندله او د هغې خپارۀ شوي تصويرونه يې وحشتناک وبلل.

همدارنګ ملګرو ملتو هم د يمن د لويديځ د الثوره سيمې په کورونو، روغتون او د کبانو په بازار باندې د سعودي تيريګرو په هوائي حملو کشې د عامه خلقو قتل عام بوږنونکے وبلۀ.

د يمن د الحديده ښار د الثوره سيمې په روغتون او کب خرڅوونکو په بازار د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې ۶۰ عامه وګړي شهيدان او ۱۲۰ نورو هم ژوبل شول.