په غزه کښې یو بل فلسطینی ځوان شهید شو
یو فلسطیني ځوان چې د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو زخمي شوی و، پرون د سختو زخمونو له امله شهید شو.
د ایرنا د خبر له مخې احمد جهاد العایدي د مارچ په دیرشمه نیټه په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټو پوځیانو لخوا په شویو ډزو کښې سخت ژوبل شوی و.
په غزې تړانګه کښې په دې وروستیو اونیو کښې (د ستنیدو د حق) د لاریون په لړ کښې د فلسطینیانو پراخ ګډون او راغونډیدنې روانې دي.
د ستنیدو د حق صلحه ایز لاریون د روان کال د مارچ له دیرشمې څخه (د ځمکې د ورځې) په مناسبت په غزه کښې پیل شوی او لاهم دوام لري. د دغه لاریون د ځپلو لپاره د اسرائیلي پوځیانو په ډزو کښې تراوسه ۱۵۵ فلسطینیان شهیدان او له ۱۷ زرو زیات نور زخمي شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د نړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د صهیونیسټي رژیم دا جنایتونه غندلي دي.