دسوریې عسکرو د سویدا سیمې پاکولو ته دوام ورکړی
-
دسوریې پوځ له تیرو اونیو راهسې له ترهګرو د جنوب د ازادولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ او وسله والو ځواکونو نن په جنوب کښې د سویدا ولایت د ختیځ یوشمیر نورې سیمې له داعش ترهګرې ډلې پاکې کړې .
دسوریې عسکرو د ترهګرو له وجود څخه د سویدا ولایت د ختیځو سیمو دپاکولو لپاره دخپلو عملیاتو په دوام کښې دداعش تکفیری ډلې غړی چې ددغه ولایت په بادیه سیمه کښې دالصفا لوړو په لور تښتیدلی وو تعقیب کړل .
دسوریې پوځ له تیرو اونیو راهسې له ترهګرو د جنوب د ازادولو لپاره پراخ عملیات پیل کړی دی او تراوسه ددغه سیمې څه دپاسه پینځه نوی (۹۵)فیصده خاوره یې ازاده کړی ده .
داعش ترهګرې ډلې مخکې د سوریې د سویدا ولایت په ختیځ او شمال ختیځو سیمو حملو سره څه دپاسه دوه سوه دیرش(۲۳۰) ښاریز وژلی او په لسګونو نور یې ژوبل کړی دی .
ترهګرو دغه راز د سوریې په شمال کښې دحلب ولایت په خوا کښې په « نبل او الزهرا »ښارګیو کښې دخلکو په کورونو ډزو سره یوه (۱)ښځه ووژله او د دریو(۳) ماشومانو په شمول یې پینځه (۵)نور ښاریز ژوبل کړل .