دسوریې عسکرو د سویدا سیمې پاکولو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75526-دسوریې_عسکرو_د_سویدا_سیمې_پاکولو_ته_دوام_ورکړی
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ او وسله والو ځواکونو نن په جنوب کښې د سویدا ولایت د ختیځ یوشمیر نورې سیمې له داعش ترهګرې ډلې پاکې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2018 08:13 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځ له تیرو اونیو راهسې له ترهګرو د جنوب د ازادولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي .
    دسوریې پوځ له تیرو اونیو راهسې له ترهګرو د جنوب د ازادولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ او وسله والو ځواکونو نن په جنوب کښې د سویدا ولایت د ختیځ یوشمیر نورې سیمې له داعش ترهګرې ډلې پاکې کړې .

دسوریې عسکرو د ترهګرو له وجود څخه د سویدا ولایت د ختیځو سیمو دپاکولو لپاره دخپلو عملیاتو په دوام کښې دداعش تکفیری ډلې غړی چې ددغه ولایت په بادیه سیمه کښې دالصفا لوړو په لور تښتیدلی وو تعقیب کړل .

دسوریې پوځ له تیرو اونیو راهسې له ترهګرو د جنوب د ازادولو لپاره پراخ عملیات پیل کړی دی او تراوسه ددغه سیمې څه دپاسه پینځه نوی (۹۵)فیصده خاوره یې ازاده کړی ده .

داعش ترهګرې ډلې مخکې د سوریې د سویدا ولایت په ختیځ او شمال ختیځو سیمو حملو سره څه دپاسه دوه سوه دیرش(۲۳۰) ښاریز وژلی او په لسګونو نور یې ژوبل کړی دی .

ترهګرو دغه راز د سوریې په شمال کښې دحلب ولایت په خوا کښې په « نبل او الزهرا »ښارګیو کښې دخلکو په کورونو ډزو سره یوه (۱)ښځه ووژله  او د دریو(۳) ماشومانو په شمول یې پینځه (۵)نور ښاریز ژوبل کړل .