د ستنیدو د حق په دوویشتمه جمعه ۱۸۹ فلسطینیان زخمي شول
Aug 25, 2018 03:08 Asia/Kabul
د فلسطین د روغتیا وزارت بیګا په غزې تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په دوویشتمه جمعه د ۱۸۹ کسانو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په دغه شمیر زخمیانو کښې ښځې او ماشومان هم موجود دي.
د فلسطینیانو لخوا د ستنیدو د حق صلحه ایز لاریونه د روان کال د مارچ له دیرشمې نیټې څخه د ځمکې د ورځې په مناسبت په غزه کښې پیل شوی چې لاهم روان دی.
په دغه موده کښې د لاریون ۱۷۰ ګډونوال د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله شهیدان او ۱۸ زره نور زخمي شوي دي.
ټیګونه