صهیونیسټ رژیم د بیت حانون سرحد پرانیستلو ته اړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75929-صهیونیسټ_رژیم_د_بیت_حانون_سرحد_پرانیستلو_ته_اړ_شو
نړیوالو دباؤنو صهیونیسټي رژیم د غزې تړانګې په شمال کښې د بیت حانون سرحد پرانیستلو ته مجبور کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2018 03:00 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د بیت حانون سرحد پرانیستلو ته اړ شو

نړیوالو دباؤنو صهیونیسټي رژیم د غزې تړانګې په شمال کښې د بیت حانون سرحد پرانیستلو ته مجبور کړ.

د ایرنا د خبر له مخې د صهیونیسټي رژيم د جنګ وزیر اویګډر لیبرمین بیګا وویل چې دغه سرحدي لاره به نن (دوشنبه) پرانیستله شي.

صهیونیسټ رژیم د روانې آګست میاشتې له نولسمې څخه د غزې تړانګې او نیواکي فلسطین په پولو کښې د فلسطینیانو د مظاهرو په پلمه د غزې په شمال کښې بیت حانون نومې سرحد تړلی و.

بیت حانون سرحد په بشپړه توګه د صهیونیسټي رژیم په ولکه کښې دی او له دغې لارې د یاد رژيم په اجازت نامې سره ناروغان او زخمیان اردن یا د اردن سیند لویدیځې غاړې ته منتقلیږي او همداشان غزې ته د سفارتکارانو، بهرنیو پلاویو، جنرلسټانو، کارګرانو او تاجرانو د ورتګ لاره ده.