په سوریې برید دنړۍ په امنیت او سولې حمله ده
-
دبریتانیا یوه(۱) شرکت ترهګرو ته روزنه ورکړي ده چې د سوریې په ادلب کښې دکیمیاوي ګازونو حمله وکړي .
فارس خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دسوریې دائمی استازی بشار جعفری پرون د ادلب ولایت په اړه د امنیت شورا په غونډه کښې په دې خبرې سره چې ترهګر او دهغوې لویدیځ ملاتړی هیوادونه ځانونه په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د نوی سناریو داجرا لپاره چمتو کوی وویل په سوریې هرډول حمله په نړیوال امنیت او سولې برید دی .
بشار جعفری وویل د النصره ترهګرې ډلې غړیو د لویدیځو هیوادونو په غږملتیا سره په تیرو څو ورځو کښې د کلورین ګاز (Chlorine)څو پیټی دسوریې په شمال لویدیځ کښې ادلب ولایت ته انتقال کړی دی چې د خلکو پرضد په کیمیاوی وسلو حملې کښې ترې استفاده وکړی .
په ملګروملتونو کښې د سوریی استازی بشار جعفری وویل ددغه حملې د ترسره کولو هدف له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې تورنول او په سوریې دبرید لپاره لویدیځو هیوادونو ته دپلمې برابرول دی .
د روسیې دفاع وزارت هم ویلی دی چې امریکا ، انګلستان او فرانسه ځانونه چمتو کوی په سوریې د کیمیاوی وسلو په چټی پلمې سره حمله وکړی .
دبریتانیا یوه(۱) شرکت ترهګرو ته روزنه ورکړی ده چې د سوریې په ادلب کښې دکیمیاوی ګازونو حمله وکړی چې په دمشق دحملې لپاره پلمه برابره کړی .