په ټول توان سره دامریکا احتمالی حملې ته ځواب ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76092-په_ټول_توان_سره_دامریکا_احتمالی_حملې_ته_ځواب_ورکوو
زمونږخبریال وایی دسوریې دبهرنیو چارو وزیر ولید المعلم وویل هغه څه چې امریکا یې د سوریې په اړه ترسره کوی غیرقانونی او د ملګروملتونو دامنیت شورا له چوکاټه بهر دی او دمشق به په خپل ټول توان سره دغه برید ته ځواب ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2018 23:51 Asia/Kabul
  • دامریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونه کوشش کوي له ترهګرو سره د مبارزې خنډ شي .
    دامریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونه کوشش کوي له ترهګرو سره د مبارزې خنډ شي .

زمونږخبریال وایی دسوریې دبهرنیو چارو وزیر ولید المعلم وویل هغه څه چې امریکا یې د سوریې په اړه ترسره کوی غیرقانونی او د ملګروملتونو دامنیت شورا له چوکاټه بهر دی او دمشق به په خپل ټول توان سره دغه برید ته ځواب ورکړی .

امریکا ، بریتانیا او فرانسې په تیرې چهارشنبې ورځ په  ګډې بیانیې کښې یوځل بیا سوریه له کیمیاوی وسلو په استفادې تورنه کړه او خبرداری یې  ورکړ د ادعا وړ کیمیاوی حملو دتکرار په  بڼه کښې به دمشق ته ځواب ورکړی .

دغو دریو(۳) هیوادونو د روان میلادی کال د اپریل په څلورمه(۴) نیټه هم له کیمیاوی وسلو د  دمشق د استفادې په چټی پلمې سره په دغه هیواد حمله کړی وه .

د سوریې خارجه وزیر ولید المعلم وویل دامریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونه کوشش کوی له ترهګرو سره د مبارزې خنډ شی او دغه هیوادونه دالنصره جبهې ملاتړ ته دوام ورکوی .

هغه له ترکیې سره د اړیکو په اړه وویل مونږ هیله نلرو چې له ترکیې سره په جنګ شو خو ترکیه باید دغه خبره درک کړی چې ادلب د سوریې یو(۱) ولایت دی او له سوریې سره اړه لری .

ادلب ولایت اوس هم د ترهګرو ډلو په نیواک کښې دی او دسوریې پوځ ځان چمتو کوی دغه ولایت له النصره ترهګرې ډلې او نورو ترهګرو ډلو پاک کړی .