ددمشق پلازمینه دمشق څو سختو چاودنو ولړزوله
-
اسرائیل په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ماتي سخت اندیښمن دی .
رشیا ټوډې ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې ځایی سرچینو وویل دمشق ته نږدې په المزه پوځی هوایی ډګر کښې نن سهار څو چاودنې شوی دی .
د سوریې المزه پوځی هوایی ډګر د دغو چاودنو له کبله چې علت یې تراوسه معلوم نه دی په اور کښې سوزیدلی دی .
دلبنان المیادین ټیلی ویژن هم راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو د سوریې په المزه پوځی هوایی ډګر برید کړی دی .
خو دسوریې یوې(۱) پوځی سرچینې له الاخباریه ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په المزه پوځی هوایی ډګر دصهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو حمله دروغ وبلله .
دسوریې دغه پوځی سرچینې وویل په المزه پوځی هوایی ډګر کښې رامینځته شوی چاودنې د مهماتو په یوه(۱) ګودام کښې د بریښنا د شارټۍ له کبله وې .
صهیونیسټ رژیم تراوسه په ځلونو دترهګرو د ملاتړ په چوکاټ کښې د سوریې دپوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو حملې کړی دی .
اسرائیل په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ماتی سخت اندیښمن دی