ددمشق پلازمینه دمشق څو سختو چاودنو ولړزوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76094-ددمشق_پلازمینه_دمشق_څو_سختو_چاودنو_ولړزوله
رشیا ټوډې ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې ځایی سرچینو وویل دمشق ته نږدې په المزه پوځی هوایی ډګر کښې نن سهار څو چاودنې شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2018 00:18 Asia/Kabul
  • اسرائیل په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ماتي سخت اندیښمن دی .
    اسرائیل په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ماتي سخت اندیښمن دی .

رشیا ټوډې ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې ځایی سرچینو وویل دمشق ته نږدې په المزه پوځی هوایی ډګر کښې نن سهار څو چاودنې شوی دی .

د سوریې المزه پوځی هوایی ډګر د دغو چاودنو له کبله چې علت یې تراوسه معلوم نه دی په اور کښې سوزیدلی دی .

دلبنان المیادین ټیلی ویژن هم راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو د سوریې په المزه پوځی هوایی ډګر برید کړی دی .

خو دسوریې یوې(۱) پوځی سرچینې له الاخباریه ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په المزه پوځی هوایی ډګر دصهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو حمله دروغ  وبلله .

دسوریې دغه پوځی سرچینې وویل په المزه پوځی هوایی ډګر کښې رامینځته شوی  چاودنې د مهماتو په یوه(۱) ګودام کښې د بریښنا د شارټۍ له کبله وې .

صهیونیسټ رژیم تراوسه په ځلونو دترهګرو د ملاتړ په چوکاټ کښې د سوریې دپوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو حملې کړی دی .

اسرائیل په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ماتی سخت اندیښمن دی