سعودی ایتلاف د یمنی ماشومانو په وژلې اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76109-سعودی_ایتلاف_د_یمنی_ماشومانو_په_وژلې_اعتراف_وکړ
د سعودی عربستان د تیری ګرایتلاف جنګی الوتکو د اګست میاشتې په ۹ نیټه په صعده ولایت کی د یمنی ماشومانو په یوه بس حمله وکړه چی له امله یې ۵۵ ماشومان مړه او ۷۷ نور ژوبل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2018 07:19 Asia/Kabul
  • سعودی ایتلاف د یمنی ماشومانو په وژلې اعتراف وکړ

د سعودی عربستان د تیری ګرایتلاف جنګی الوتکو د اګست میاشتې په ۹ نیټه په صعده ولایت کی د یمنی ماشومانو په یوه بس حمله وکړه چی له امله یې ۵۵ ماشومان مړه او ۷۷ نور ژوبل شول

د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د سعودی تیری ګر ایتلاف پوری اړونده په یمن کی د پیښو د جاجولو د ټیم رسندوی ویندوی منصور احمد المنصور وویل  د یمن په صعده ولایت کی د یمنی ماشومانو په بس حمله یوه تیروتنه وه .

د سعودی عربستان د تیری ګرایتلاف جنګی الوتکو د اګست میاشتې په ۹ نیټه  په صعده ولایت کی د یمنی ماشومانو په یوه بس حمله وکړه چی له امله یې ۵۵  ماشومان مړه او ۷۷ نور ژوبل شول .

ډیرو نړیوالو ادارو او د بشری حقوقو اورګانونو دغه جنایت په کلکه غندلی دی . د بشری حقوقو څارونکی ادارې د اګست په ۱۶ نیټه ویلی وو چی سعودی رژیم  په امریکایی او برتانوی وسلو سره  د صعده ولایت په ضیحان ښار کسی یمنی زده کونکی و ژلی دی .

عربستان د اماراتو ، امریکا او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهیسې په یمن پوځی تیری کړی دی او دغه هیواد یې د مځکی ، هوا او سمندر له لارې محاصره کړی دی . په یمن کی د عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنې څه د پاسه څوارلس زره یمینان وژلی او په لسګونو زره ژوبل کړی دی .

د عربستان پوځې تیری همداراز د یمن بې وزله هیواد د خوراکی موادو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ کړی دی .