دسورئې له ادلبه دترهه ګرو دشړلولپاره نهائی هڅه اړینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76183-دسورئې_له_ادلبه_دترهه_ګرو_دشړلولپاره_نهائی_هڅه_اړینه_ده
په تهران کې د ایران ، روسیې اوترکیې دمشرانو درې اړخیزې غونډې او دغه راز د سورئې دادلب ولایت ډیرو حساسو حالاتو ته په پام سره هڅه په دې ده چې دادلب شرائط او له دغه ولایته د ترهه ګرو د جرړې ویستل په ډ یرو کمو مرګ ژوبلو او تاوانونو سره وشی او په همدې خاطر دسورئې له لوړپوړو چارواکو سره په دغه هیواد کې خبرې اترې شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 05, 2018 00:13 Asia/Kabul
  • دسورئې له ادلبه دترهه ګرو دشړلولپاره نهائی هڅه اړینه ده

په تهران کې د ایران ، روسیې اوترکیې دمشرانو درې اړخیزې غونډې او دغه راز د سورئې دادلب ولایت ډیرو حساسو حالاتو ته په پام سره هڅه په دې ده چې دادلب شرائط او له دغه ولایته د ترهه ګرو د جرړې ویستل په ډ یرو کمو مرګ ژوبلو او تاوانونو سره وشی او په همدې خاطر دسورئې له لوړپوړو چارواکو سره په دغه هیواد کې خبرې اترې شوی دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  داسلامی ایران خارجه وزیر   محمد جواد ظریف  په تهران کې دستمبر په اوه مه د  آستانې   دسولې  دخبرواترو  دضمانت ورکونکو هیوادونو  کیدونکی  درې اړخیزې سرمشریزې  ته په اشارې سره ووئیل  دسورئې له ادلبه  دترهه ګرو  دشړلو لپاره  په ډیرو کمو مرګ ژوبلو سره کیدلی شی .

 دم ګړۍ د  سورئې  ادلب  ولایت کې  ډیر زیات ترهه ګر موجود دی .

  محمد جواد ظریف  چې  دسورئې په سفر تللی، پرون ناوخته ئې  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  په تهران کې د   ایران ، روسیې اوترکیې  دمشرانو درې اړخیزې  غونډې  او دغه راز د سورئې  دادلب  ولایت  ډیرو حساسو  حالاتو ته په پام سره  هڅه په دې ده چې   دادلب شرائط او  له دغه ولایته د ترهه  ګرو د جرړې ویستل  په ډ یرو کمو مرګ ژوبلو او تاوانونو سره  وشی او په همدې خاطر   دسورئې  له لوړپوړو چارواکو سره  په دغه هیواد  کې  خبرې اترې شوی دی .

له دې سره په یووخت  دایران مرستیال خارجه وزیر  عباس عراقچي هم په یوې ټيلیویژني  پرورګرام کې ددې خبرې په کولو سره   چې په تهران کې  دجمعې ورځې کیدونکي  دایران ،روسیې اوترکیې د راړخیزه سرمشریزې په ترسره کیدا سره  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  او د تاؤتریخوالو د کمولوپه هڅو سره   ډير ښه پرمختګونه شوي دي .