دسورئې له ادلبه دترهه ګرو دشړلولپاره نهائی هڅه اړینه ده
په تهران کې د ایران ، روسیې اوترکیې دمشرانو درې اړخیزې غونډې او دغه راز د سورئې دادلب ولایت ډیرو حساسو حالاتو ته په پام سره هڅه په دې ده چې دادلب شرائط او له دغه ولایته د ترهه ګرو د جرړې ویستل په ډ یرو کمو مرګ ژوبلو او تاوانونو سره وشی او په همدې خاطر دسورئې له لوړپوړو چارواکو سره په دغه هیواد کې خبرې اترې شوی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې دستمبر په اوه مه د آستانې دسولې دخبرواترو دضمانت ورکونکو هیوادونو کیدونکی درې اړخیزې سرمشریزې ته په اشارې سره ووئیل دسورئې له ادلبه دترهه ګرو دشړلو لپاره په ډیرو کمو مرګ ژوبلو سره کیدلی شی .
دم ګړۍ د سورئې ادلب ولایت کې ډیر زیات ترهه ګر موجود دی .
محمد جواد ظریف چې دسورئې په سفر تللی، پرون ناوخته ئې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په تهران کې د ایران ، روسیې اوترکیې دمشرانو درې اړخیزې غونډې او دغه راز د سورئې دادلب ولایت ډیرو حساسو حالاتو ته په پام سره هڅه په دې ده چې دادلب شرائط او له دغه ولایته د ترهه ګرو د جرړې ویستل په ډ یرو کمو مرګ ژوبلو او تاوانونو سره وشی او په همدې خاطر دسورئې له لوړپوړو چارواکو سره په دغه هیواد کې خبرې اترې شوی دی .
له دې سره په یووخت دایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي هم په یوې ټيلیویژني پرورګرام کې ددې خبرې په کولو سره چې په تهران کې دجمعې ورځې کیدونکي دایران ،روسیې اوترکیې د راړخیزه سرمشریزې په ترسره کیدا سره له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او د تاؤتریخوالو د کمولوپه هڅو سره ډير ښه پرمختګونه شوي دي .