دسورئې په ضد دسپینې ماڼۍدړکې او چټی ګواښونه هماغه رازدوام لری
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دوشنبې په شپه په یوه پیغام کې ټینګار کړی ؤ، دمشق باید په ادلب حمله ونه کړی .
ایرنا خبری آژانس را پورورکړ په سورئې د حملې لپاره دپلمو لټولو په اړه د امریکا دفضا جوړونې په دوام کې دسپینې ماڼۍ ویندوئې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دسورئې په شمال لویدیځ ادلب ولایت کې دکیمیائی وسلو څخه ا ستفاده به د واشنګټن او د هغه دمتحدانو له خوا چټک ځواب ووینی .
سارا سنډرز په دغې اعلامیې کې چې په سورئې کې د ترهه ګرو دبشبړ ماتې څخه دامریکا د سختې اندیښنې اولالهاندۍ نښه لیدل کیږی ، راغلی دی ،امریکا په دقت سره د ادلب حالات څاری .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دوشنبې په شپه په یوه پیغام کې ټینګار کړی ؤ، دمشق باید په ادلب حمله ونه کړی .
ټرمپ په دغه پیغام کې همدرازا له ایران اوروسیې هم غوښتی د دغې لوئې تیروتنې برخه دې نه جوړیږی .
د سورئې پوځ په ورستیو څو اونیو کې د ترهه ګرو له سپیرو منګولو د ادلب ولایت د آزادولو لپاره ځانونه تیاروی او خپل ستر پوځی تجهیزات ئې د ادلب ولایت ګیرچاپیره ځای په ځای کړی دی . دا په داسې حال کې دی چې ا مریک او متحدانو ئې یوه نوی سناریو برابره کړې ، څو دهغې په اساس په ا دلب کې یو ځل بیا له کیمیائی وسلو استفاده وکړی اوپړه ئې پر سوریاوال پوځ واچوی او دغه راز پر سورئې د داعش په ضد دتش په نامه ائیتلاف له خوا دحملې پلمې تر لاسه کړی .