دسورئې په ضد دسپینې ماڼۍدړکې او چټی ګواښونه هماغه رازدوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76189-دسورئې_په_ضد_دسپینې_ماڼۍدړکې_او_چټی_ګواښونه_هماغه_رازدوام_لری
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دوشنبې په شپه په یوه پیغام کې ټینګار کړی ؤ، دمشق باید په ادلب حمله ونه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 05, 2018 02:04 Asia/Kabul
  • دسورئې په ضد دسپینې ماڼۍدړکې او چټی ګواښونه هماغه رازدوام لری

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دوشنبې په شپه په یوه پیغام کې ټینګار کړی ؤ، دمشق باید په ادلب حمله ونه کړی .

 ایرنا خبری آژانس را پورورکړ   په سورئې د حملې  لپاره  دپلمو لټولو په اړه د امریکا  دفضا جوړونې  په دوام کې  دسپینې ماڼۍ  ویندوئې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،  دسورئې  په شمال لویدیځ ادلب ولایت کې  دکیمیائی وسلو څخه ا ستفاده  به   د واشنګټن او د هغه دمتحدانو له خوا چټک ځواب  ووینی .

   سارا سنډرز په دغې اعلامیې کې  چې   په سورئې کې د ترهه ګرو دبشبړ  ماتې څخه دامریکا د  سختې اندیښنې اولالهاندۍ   نښه لیدل کیږی ،  راغلی دی ،امریکا په دقت سره  د ادلب  حالات څاری .

  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  هم  د دوشنبې په شپه  په یوه پیغام کې ټینګار کړی ؤ،   دمشق باید په ادلب  حمله ونه کړی .

ټرمپ په دغه پیغام کې همدرازا له ایران اوروسیې هم غوښتی  د دغې لوئې تیروتنې   برخه دې نه جوړیږی .

 د سورئې پوځ  په ورستیو څو اونیو کې   د ترهه ګرو له سپیرو منګولو   د  ادلب ولایت  د آزادولو لپاره  ځانونه تیاروی او خپل ستر پوځی تجهیزات ئې  د ادلب ولایت ګیرچاپیره  ځای په ځای کړی دی .  دا په  داسې حال کې دی چې   ا مریک او متحدانو ئې یوه نوی سناریو برابره کړې  ، څو دهغې په اساس په ا دلب کې یو ځل بیا  له کیمیائی وسلو استفاده وکړی اوپړه ئې پر سوریاوال پوځ واچوی او  دغه راز  پر سورئې د  داعش په ضد دتش په نامه ائیتلاف له خوا  دحملې پلمې تر لاسه کړی .