دامریکا کړنلاره ګواښ ، بایکاټ او دترهګرۍ ملاتړ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76213-دامریکا_کړنلاره_ګواښ_بایکاټ_او_دترهګرۍ_ملاتړ_ده
فارس خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد پرون په دمشق کښې دامریکا د ویرجینیا ایالت له سیناتور ریچارډ بلیک سره په کتنې کښې وویل د ګواښ د سیاست غوره کول ، د بایکاټ لګول او له ترهګرۍ ملاتړ د امریکا د رول اصلی ځانګړنې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2018 00:24 Asia/Kabul
  •  امریکا او ملګري هیوادونه یې په دغه هیواد کښې داعش ، النصره او نورو ترهګرو ډلو ته وسلې ، پیسې او تجهیزات استوي .
    امریکا او ملګري هیوادونه یې په دغه هیواد کښې داعش ، النصره او نورو ترهګرو ډلو ته وسلې ، پیسې او تجهیزات استوي .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد پرون په دمشق کښې دامریکا د ویرجینیا ایالت له سیناتور ریچارډ بلیک سره په کتنې کښې وویل د ګواښ د سیاست غوره کول ، د بایکاټ لګول او له ترهګرۍ ملاتړ د امریکا د رول اصلی ځانګړنې دی .

هغه وویل د هیوادونو د ثبات د ګډوډولو او دجنګونو رامینځته کولو ته د دوام د ورکولو پرځاې دسولې دبرابرولو په یوه(۱) هیواد دامریکا د رول بدلیدل دامریکا او دهغې د خلکو لپاره زیاته ګټه لری .

د امریکا سیناتور ریچارډ بلیک هم په دغه کتنې کښې د ترهګرو ډلو له وجود څخه د سوریې  په زیاتو ازادو شویو سیمو کښې د ژوند د بیرته ستنیدا په هکله د خوښې په څرګندولو سره هیله وکړه چې په ټول هیواد کښې ثبات ټینګ شی او ترهګرۍ ختمه شی .

دسوریې چارواکو په ځلونو ویلی دی چې امریکا او ملګری هیوادونه یې په دغه هیواد کښې داعش ، النصره او نورو ترهګرو ډلو ته وسلې ، پیسې او تجهیزات استوی .