دیمن ډرون حملودعربستان د آبها هوائی ډګر الوتونه ودرول
دیمن پوځ په عسیر ، نجران او جیزان سرحدی سیمو کې د آل سعود رژیم د پوځ پر مرکزونو اومورچلو په داسې حال کې حملې کوی ، چې عربستان داماراتو ،امریکا او څو نورو اروپائی او پیّلو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال له مارچ میاشت راهسې په یمن پوځی تیری پیل کړی او دغه بې وځله عربی هیواد ئې له هوا،مځکې اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی او څه دپاسه څوارلس زره یمنی ماشومان،ښځې اوبوډاګان ئې وژلی او په میلیونو یمن وال ئې بې کوره او کډه په سر کړی دی .
زمونږخبریال د المسیره ټیلیویژنی چینل له قوله راپور راکړ دیمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو دبې پیلوټه الوتکو د یونټ د قاصف یو ډوله ډرون الوتکې دعربستان په عسیر ولایت کې دآبها هوائی ډګر په نښه کړ او په دغه هوائی ډګر کې ئې درست الوتونه په ټپه درولی دی .
په عین حال کې د یمن دپوځ هوائی دفاعی یونټ هم نن سهار د زلزال یو ډوله درې ځای بالیسټک توغندی د عربستان دجنوب په عسیر ولایت کې د سعودی پوځیانو دغونډیدا په ځای ویشتی دی .
همداراز د یمن دپوځ هوادفاع یوه یونټ دیمن په لویدیځ الحدیده کې دعربستان په مشرۍ د تیریګرائیتلاف یوه چورلکه هم نسکوره کړې ده .