په تهران کې درې اړخیزې سرمشریزې ته ډیرې هیلې شته دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76241-په_تهران_کې_درې_اړخیزې_سرمشریزې_ته_ډیرې_هیلې_شته_دی
چې دترکیې دولسمشرۍ ماڼۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دتهران نننۍ غونډه به چې د ایران د ولسمشر حسن روحانی ، دروسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اود ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره ترسره کیږی، د سورئې د شخړې د دائمی حل لپاره د آستانې د سولې دخبرواترو دبهیر د ډیرو مهمو هڅو برخه شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2018 00:31 Asia/Kabul
  • په تهران کې درې اړخیزې سرمشریزې ته ډیرې هیلې شته  دی

چې دترکیې دولسمشرۍ ماڼۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دتهران نننۍ غونډه به چې د ایران د ولسمشر حسن روحانی ، دروسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اود ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره ترسره کیږی، د سورئې د شخړې د دائمی حل لپاره د آستانې د سولې دخبرواترو دبهیر د ډیرو مهمو هڅو برخه شی .

فار س خبری آژانس راپورورکړ  دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو بیګا  په تهران کې د   ایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر  محمد جواد ظریف سره لیده کاته کړی او د سورئې دوروستیو حالاتو په باب  په تهران کې  دکیدونکی نننۍ   دریمې   در ې اړخیزې  سرمشریزې په باب ئې  دنظر تبادله کړې ده.

 وروستی حالات ښئ چې  دسورئې  وروستی بدلونونه او  د دترهه ګرو  پرله پسې ماتې  د سورئې د ولس او  نظام  په ګټه دی او   له دغو بریاؤ  دامریکا پشمول  بلاغواړی  لوری   ئې  لالهانده کړی او اوس په دې پسې شوی څو  دسورئې په ادلب کې د ترهه ګرو په لاس دکیمیائی  وسلو د استفادې سناریو یو ځل بیا تکرار کړی ، څو پر سورئې د امریکا په مشرۍ د تش په نامه داعش ضده ائیتلاف  په وسیله  دحملې لپاره کومه پلمه ولټوی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دترکیې  دولسمشرۍ ماڼۍ  بیګا  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،  دتهران  نننۍ غونډه  به چې د ایران د ولسمشر حسن روحانی  ، دروسیې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین  اود ترکیې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان  په شتون سره ترسره کیږی،  د سورئې د شخړې  د دائمی حل لپاره    د آستانې د سولې دخبرواترو دبهیر   د ډیرو مهمو هڅو برخه شی .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی په دغې غونډې کې به د  څواړخیزو او دوو اړخیزو  ارتباطاتو او دغه راز  په نورو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو هم  یوه کتنه وشی .