په تهران کې درې اړخیزې سرمشریزې ته ډیرې هیلې شته دی
چې دترکیې دولسمشرۍ ماڼۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دتهران نننۍ غونډه به چې د ایران د ولسمشر حسن روحانی ، دروسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اود ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره ترسره کیږی، د سورئې د شخړې د دائمی حل لپاره د آستانې د سولې دخبرواترو دبهیر د ډیرو مهمو هڅو برخه شی .
فار س خبری آژانس راپورورکړ دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو بیګا په تهران کې د ایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره لیده کاته کړی او د سورئې دوروستیو حالاتو په باب په تهران کې دکیدونکی نننۍ دریمې در ې اړخیزې سرمشریزې په باب ئې دنظر تبادله کړې ده.
وروستی حالات ښئ چې دسورئې وروستی بدلونونه او د دترهه ګرو پرله پسې ماتې د سورئې د ولس او نظام په ګټه دی او له دغو بریاؤ دامریکا پشمول بلاغواړی لوری ئې لالهانده کړی او اوس په دې پسې شوی څو دسورئې په ادلب کې د ترهه ګرو په لاس دکیمیائی وسلو د استفادې سناریو یو ځل بیا تکرار کړی ، څو پر سورئې د امریکا په مشرۍ د تش په نامه داعش ضده ائیتلاف په وسیله دحملې لپاره کومه پلمه ولټوی .
داپه داسې حال کې دی چې دترکیې دولسمشرۍ ماڼۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دتهران نننۍ غونډه به چې د ایران د ولسمشر حسن روحانی ، دروسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اود ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره ترسره کیږی، د سورئې د شخړې د دائمی حل لپاره د آستانې د سولې دخبرواترو دبهیر د ډیرو مهمو هڅو برخه شی .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی په دغې غونډې کې به د څواړخیزو او دوو اړخیزو ارتباطاتو او دغه راز په نورو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو هم یوه کتنه وشی .