سوریه به ډیره زر خپل واقعی ځایګی ته ورسیږی
د دمشق شپیتم نړیوال نندارتون بیګا د سورئې په د مشق کې دنندارتونونو په ښارګی کې د نړۍ د کابو اته څلویښتو هیوادونو څخه د یوزر اوه سوه داخلی او بهرنیو شرکتونو په شتون او د سورئې د لومړی وزیر عماد خمیش په ګډون سرهډ پرانیستل شو .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د سورئې لومړی وزیر عماد خمیس بیګا په دمشق کې د شپیتم نړیوال نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې په نوی مرحلې کې د سورئې فیصله د هیواد د بیارغاونې پیلیدا ده ، ووئیل ، هیواد ئې په ښه ډول دترهه ګرۍ په وړاندې بریالی کیدلی شی او په بیا رغاونې کې به هم چې یوه واقعی مبارزه ده ، د خپلو متحدانو په ملګرتیا سره پکې بریالی شی .
خمیس د غه راز روښانه کړې ، هغه دوست اوورور هیوادونه دې چې دترهه ګرۍ په ضد په جنګ کې د سورئې د ولس ترڅنګ وو، په دغه هیواد کې د پانګونې فرصتونه وپیژنی .
د دمشق شپیتم نړیوال نندارتون بیګا د سورئې په د مشق کې دنندارتونونو په ښارګی کې د نړۍ د کابو اته څلویښتو هیوادونو څخه د یوزر اوه سوه داخلی او بهرنیو شرکتونو په شتون او د سورئې د لومړی وزیر عماد خمیش په ګډون سرهډ پرانیستل شو .
دغه نندارتون به نن له سهار اتو بجو څخه د شپې تر یولسو بجو پورې دعامو خلکو په وړاندې پرانیستی وی .
د دغه نړیوال نندارتون ترسره کیدا سورئې ته د آرامښت اوثبات د بیرته ستنیدا او په دغه هیواد کې له جنګ وروسته دبیارغاونې دبهیر دپیلیدا نښه ده . ددمشق په شپیتم اقتصادی نړیوال نندارتون کې دایران داسلامی جمهوریت ۵۲شرکتونه هم ګډون کوی.