سوریه به ډیره زر خپل واقعی ځایګی ته ورسیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76247-سوریه_به_ډیره_زر_خپل_واقعی_ځایګی_ته_ورسیږی
د دمشق شپیتم نړیوال نندارتون بیګا د سورئې په د مشق کې دنندارتونونو په ښارګی کې د نړۍ د کابو اته څلویښتو هیوادونو څخه د یوزر اوه سوه داخلی او بهرنیو شرکتونو په شتون او د سورئې د لومړی وزیر عماد خمیش په ګډون سرهډ پرانیستل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • سوریه به ډیره زر خپل واقعی ځایګی ته ورسیږی

د دمشق شپیتم نړیوال نندارتون بیګا د سورئې په د مشق کې دنندارتونونو په ښارګی کې د نړۍ د کابو اته څلویښتو هیوادونو څخه د یوزر اوه سوه داخلی او بهرنیو شرکتونو په شتون او د سورئې د لومړی وزیر عماد خمیش په ګډون سرهډ پرانیستل شو .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د سورئې لومړی وزیر  عماد خمیس  بیګا  په دمشق کې  د شپیتم نړیوال نندارتون  په پرانیستونکو دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  په نوی مرحلې  کې د سورئې  فیصله  د هیواد د بیارغاونې پیلیدا ده ، ووئیل ،  هیواد ئې  په ښه ډول   دترهه ګرۍ  په وړاندې بریالی کیدلی شی  او  په بیا رغاونې کې به هم چې  یوه واقعی مبارزه ده ،  د خپلو متحدانو په ملګرتیا سره  پکې بریالی شی .

  خمیس د غه راز روښانه کړې ،   هغه دوست اوورور هیوادونه دې چې   دترهه ګرۍ په ضد په جنګ کې د سورئې  د ولس  ترڅنګ وو،  په دغه هیواد کې د پانګونې   فرصتونه وپیژنی .

   د دمشق   شپیتم نړیوال نندارتون  بیګا د   سورئې په د مشق کې   دنندارتونونو په ښارګی کې  د نړۍ د  کابو اته څلویښتو هیوادونو څخه  د یوزر اوه سوه  داخلی او  بهرنیو  شرکتونو   په شتون  او د سورئې  د لومړی وزیر  عماد خمیش په ګډون سرهډ  پرانیستل شو .  

 دغه نندارتون به  نن له سهار  اتو بجو څخه  د شپې تر  یولسو بجو  پورې دعامو خلکو په وړاندې پرانیستی وی . 

 د دغه نړیوال نندارتون ترسره کیدا   سورئې  ته د آرامښت اوثبات  د بیرته ستنیدا  او په دغه هیواد کې له جنګ وروسته  دبیارغاونې دبهیر دپیلیدا  نښه ده . ددمشق په شپیتم اقتصادی نړیوال نندارتون کې دایران داسلامی جمهوریت ۵۲شرکتونه هم ګډون کوی.