عربستان د ماتی په خاطر دیمن عادی خلک وژنی
-
واشنګټن په یمن تیري کښې د ریاض اصلي شریک دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ دسیاسی دفتر لوړرتبه غړی ضیف الله الشامی وویل د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف په هره بڼه غواړی په یمن حملې کښې خپله ناکامۍ جبران کړی او په همدې دلیل له ماتی د تښتې لپاره ملګی وګړی وژنی .
هغه بیګا دیمن په جنګ کښې د امریکا ورانونکی رول او د سعودی عربستان له تیریګر ائتلاف سره دواشنګټن هراړخیزه ملګرتیا ته په اشارې سره وویل واشنګټن په یمن تیری کښې د ریاض اصلی شریک دی .
الشامی دیمن د سولې دخبرو د لغوه کولو لپاره چې ټاکل شوی وی د سپتمبر دمیاشتې په شپږمه(۶) نیټه د سویزرلینډ په جینیوا کښې وشی د سعودی عربستان دکارړنګونو په اړه وویل جینیوا ته د صنعا د پلاوی د ورتلو د مخه دنیولو لپاره د سعودی عربستان د ائتلاف هدف دا وو چې د خبرو اترو له پیلیدا مخکې دجنګ په ډګر کښې یوڅه بریاو لاس ته راوړی .
دیمن دانصار الله غورځنګ دسیاسی دفتر لوړرتبه غړی ضیف الله الشامی په هستوګنو سیمو، ملکی وګړو او ماشومانو د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دهوایی حملو په اړه وویل دغه چاره د تیریګرو لپاره په یوه(۱) اصل بدله شوی ده او تیریګر چې هر کله د جنګ په جبهو کښې د یمن له زړورو خلکو سره په مقابلې کښې ناکامه کیږی نو هغوې په ښځو او ماشومانو هوایی بریدونو ته مخه کوی .