د ټرمپ حکومت د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره ګواښ دی
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره یو ګواښ وباله.
سامي ابوزهري په یو ټویټ کښې ولیکل: د حماس خلاف په ملګرو ملتو کښې د امریکې د استازې نیکي هیلی څرګندونې د فلسطین د مسئلې او خلکو په وړاندې د امریکې د جنایتکارانه رول د توجیه لپاره یو کوشش دی.
یاده دې وي چې نیکلي هیلی د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د لوړ کمشنر میشل باشلټ په هغې دریځنیونې سخته نیوکه وکړه چې په یوه بیانیه کښې یې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم جنایتونه او د امریکې د حکومت مهاجراتي سیاستونه د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په توګه یاد کړل.
د پي، ایل، او یو مسئول حنان عشراوي هم په واشنګټن کښې دغه سازمان د دفتر د بندولو په لړ کښې د ټرمپ د حکومت پریکړې ته په اشارې سره وویل: امریکا د صلحې د مذاکراتو د وړاندیز په چوکاټ کښې د صهیونیسټي رژيم په ګټه د یوې طرحې د عملي کولو په لټه کښې ده.