عرب اتحادیې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په بندیدو ټینګار وکړ
عرب اتحادیې د لبنان په صبرا او شتیلا کیمپونو کښې د صهیونیسټانو او د هغوي د لاسپوڅو لخوا د فلسطینیانو د وژلې د ۳۶ کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د فلسطینیانو د نسل ختمونې د بندولو لپاره یوه لاره پیدا کړي.
د ایرنا د خبر له مخې عرب اتحادیې پرون په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژیم له تیرو څو لسیزو راهیسې د فلسطینیانو د توکمیزې پاکونې په لټه کښې دی، په یوه خبرپاڼه کښې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نیواکي قدس په ختیځ کښې د صهیونیسټانو په لاس د (الخان الاحمر) کلي د ورانیدو مخه ونیسي.
عرب اتحایې په خپله بیانیه کښې ټینګار کړ چې زورواکه قدرتونه له ټولو وژلو او کلابندۍ باوجود هیڅکله د فلسطین د خلکو حقوق له مینځه نه شي وړلی.
د عرب اتحادیې په خبرپاڼه کښې همداشان راغلي دي: د لبنان په بیروت کښې د فلسطینیانو په صبرا او شتیلا کیمپونو کښې د هغوي د پراخې وژلې د غمیزې ۳۶ کاله وشول او د قدس د نیواکګر رژیم چارواکي لاهم فلسطینیان وژني او یا یې له خپل ټاټوبي ایستلو ته مجبوروي.
د ویلو ده چې صهیونیسټو پوځیانو د ۱۹۸۲ کال د ستمبر له ۱۶ نه تر ۱۸ نیټې پورې په صبرا او شتیلا نومې د فلسطیني کډوالو په کیمپونو کښې استوګن زرګونه کسان قتل عام کړي وو.