عربستان او اسرائیل منافقینو ته پوځی روزنه ورکوی
-
سعودي عربستان او صهیونیسټ رژیم له امریکا سره یوځاې له تیرو کلونو راهسې تل دداعش په شمول په سیمه کښې دترهګرو ډلو ملاتړي دي .
زمونږخبریال وایی د المنار ورځپاڼې خبری سایټ په سعودی عربستان او نیواکی فلسطین (اسرائیلو) کښې د منافقینو د ترهګرې ډلې د پوځی روزنې خبر ورکړ .
دالمنار ورځپاڼې اینټرنیټ سایټ وویل د منافقینو د ترهګرې ډلې غړی په یوشمیر لویدیځو هیوادونو ، صهیونیسټ رژیم او په سعودی عربستان کښې په ځینو خصوصی مرکزونو او کیمپونو کښې پوځی روزنه ترلاسه کوی .
دغه ورځپاڼې زیاته کړه د منافقینو دترهګرې ډلې یوشمیر غړی د ورانکارو رژیمونو چې په سر کښې یې امریکا او اسرائیل دی په خدمت کښې دی او دوې د ایران د یوشمیر هدفونو پرضد ترهګر عملیات هم کړی دی .
دمنافقینو ترهګره ډله کله نه کله دایران د سیاستونو او دریځونو پرضد د فارس خلیج د ځینو عربو هیوادونو په پیسو او مرستو سره دامریکا او د اسرائیلو په ګټه لسمونکی کانفرنسونه جوړوی .
سعودی عربستان او صهیونیسټ رژیم له امریکا سره یوځاې له تیرو کلونو راهسې تل دداعش په شمول په سیمه کښې دترهګرو ډلو ملاتړی دی او اوس هم دغه ډلې ته پوځی روزنه ، وسلې او تجهیزات ورکوی .