دیمن انقلاب د ملی مشارکت زمینه برابره کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76665-دیمن_انقلاب_د_ملی_مشارکت_زمینه_برابره_کړې
دیمن دانقلاب د لوړې کمیټې مشر ټینګار کړی ، د ستمبر د یویشتمې نیټې انقلاب د فساد ،جنایتونو او اړوندوالی د بیلګې په نسکورولو سره له یمن سره د تیریګرو ناروا ګټې له خطرې سره مخامخ کړې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 22, 2018 11:13 Asia/Kabul
  •   دیمن انقلاب د ملی مشارکت زمینه برابره کړې

دیمن دانقلاب د لوړې کمیټې مشر ټینګار کړی ، د ستمبر د یویشتمې نیټې انقلاب د فساد ،جنایتونو او اړوندوالی د بیلګې په نسکورولو سره له یمن سره د تیریګرو ناروا ګټې له خطرې سره مخامخ کړې .

ایرناخبری آژانس  د المسیره خبری  چینل له قوله راپورراکړ  د  یمن د انقلاب  لوړې شورا مشر  محمد  علی الحوثی   دیمن  دانقلاب د څلورمې  کلیزې  په مناسبت   دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  د دغه انقلاب  موخه ، له بهرنۍ سلطې  د   ژغورنې  او دملی فیصلو  خپلواکی  ده چې  د دښمنانو د اندیښنې  لامل شوې ده .

  الحوثی زیاته کړې ، امریکا، عربستان ، امارات او صهونیسټ رژیم  له   انقلابه شپږ میاشتې وروسته ،  په یمن حمله وکړه  څو   د دغه هیواد له  هغه  ولس سره خپله کینه  نندارې ته وړاندې کړی ، چې د آزادۍ او خپلواکۍ  غوښتونکی دی .

 دیمن دانقلاب د لوړې کمیټې  مشر  ټینګار کړی ،  د ستمبر د یویشتمې نیټې انقلاب  د  فساد ،جنایتونو او  اړوندوالی  د بیلګې په نسکورولو  سره  له یمن سره د تیریګرو    ناروا ګټې له خطرې سره مخامخ کړې .

  په یمن کې د سعودی عربستان او  دهغو د متحدانو جنګ غواړی خوی  تر دې دمه   دیمن  څه دپاسه څوارلس زره  ماشومان،ښځې او بوډګان او عام کسان شهیدان کړی ، په لسګونو زره  نور ئې ټپیان او دغه راز په میلیونونو  ئې   کډه په سر کیدو ته اړباسلی دی .