امریکائی پوځیان له سورئې په دومره آسانۍسره هم نه وځی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76752-امریکائی_پوځیان_له_سورئې_په_دومره_آسانۍسره_هم_نه_وځی
دامریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس هم بیګا په ډاګه وئیلی وو ، چې امریکا حتی د داعش ترهه ګرې ډلې دنابودۍ په بڼه کې به هم بیا له سورئې د وتلو لپاره کوم نیّت ونه لری . .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 25, 2018 10:57 Asia/Kabul
  •   امریکائی پوځیان له سورئې په دومره آسانۍسره هم نه وځی

دامریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس هم بیګا په ډاګه وئیلی وو ، چې امریکا حتی د داعش ترهه ګرې ډلې دنابودۍ په بڼه کې به هم بیا له سورئې د وتلو لپاره کوم نیّت ونه لری . .

 واشنګټڼ پوست ورځپاڼې  راپور ورکړی ،  د سپینې ماڼۍ  دملی امنیت سلاکار  جان بولټن   په سورئې کې  دامریکا دپوځی شتون دتوجیه لپاره  مدعی شوی ، ترڅو  چې  په سورئې کې ایرانی پوځیان موجود وی ،  امریکائی پوځیان به  هم په  دغه هیواد کې  پاتې وی . 

  داپه  داسې حال کې دی چې  ایران  په سورئې کې  دخپلو پوځیانو شتون رد کړی او وئیلی ئې دی ، چې د دغه هیواد پوځی سلاکاران   دسورئې په خاورې کې د دغه هیواد د ولسی  حکومت په رسمی غوښتنې سره یوازې دپوځی سلاکارۍ  لپاره  شتون لری ، چې  دا د دمشق  دحکومت  په غوښتنې سره  او په روا ډول  ده . 

 له بلې خوا  دامریکا دفاع وزیر  جیمز ماتیس هم  بیګا  په ډاګه وئیلی وو ،  چې  امریکا  حتی  د داعش ترهه ګرې ډلې  دنابودۍ  په بڼه کې به   هم بیا  له سورئې د وتلو  لپاره کوم نیّت ونه لری . .

 امریکائی پوځیانو  په غیر قانونی ډول  د سورئې  دټاټوبی  ځینی برخې  نیولی دی او  همداراز  د داعش پشمول  په سورئې کې  د حاضرو ترهه ګرو ډلو سره  د  امریکا  دپوځ   دمرستې راپورونه هم  له هیچا پټ نه دی .