دامریکا ائتلاف د سوریې او عراق ډیر خلک وژلی
-
امریکا او دهغې عرب او اروپايي ملګري دداعش په شمول د ترهګرو ډولو اصلي جوړونکي او ورسره مالي او وسله وال مرسته کونکي او ملاتړي هیوادونه دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا په مشرۍ له داعش سره د تش په نامه د مقابلې نړیوال ائتلاف ومنله چې په سوریې او عراق کښې یې تراوسه یوزر او یوسل څوارلس(۱۱۱۴) ملګی وګړی وژلی دی .
د داعش پرضد د تش په نامه نړیوال ائتلاف پرون په خپل میاشتنی راپور کښې وویل د ۲۰۱۴ میلادی کال له اګست میاشتې راهسې د روان میلادی کال د اګست دمیاشتې تر پاې پورې یې په سوریې او عراق کښې څه دپاسه دیرش زره(۳۰۰۰۰) ځله بمبارې کړی دی او په دغو بمباریو کښې تراوسه دسوریې یوزر او یوسل څوارلس(۱۱۱۴) ملګی وګړی وژل شوی دی.
په عین حال کښې د سوریې د بشری حقوقو څارونکی موسسې په یوه(۱) راپور کښې وویل د ۲۰۱۴ میلادی کال له وړی څخه چې په دغه هیواد د امریکا په مشرۍ دنړیوال ائتلاف حملې پیل شوې تراوسه د اته سوه شپږویشتو(۸۲۶) ماشومانو په شمول درې زره او درې سوه یودیرش(۳۳۳۱) ملګی وګړی وژل شوی دی .
دامریکا په مشرۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې د تش په نامه ائتلاف د تیرو وختونو په شان په سورېې او عراق کښې د داعش ډلې د خوځښتونو د دوام لپاره له دغه ټروریسټی ډلې سره اوس هم خپلو ملګرتیاو او مرستو ته دوام ورکوی او دامریکا چارواکی دعراق ددفاعی ارکانو د کمزوری کولو چاره په خپلې ایجنډې کښې لری .
امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره د جعلی مبارزې په پلمه په عراق او سوریې کښې په ملکی خلکو حملې کړی دی .
امریکا او دهغې عرب او اروپایی ملګری دداعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او وسله وال مرسته کونکی او ملاتړی هیوادونه دی .