په سورئې کې دایران شتون قانونی بڼه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76834-په_سورئې_کې_دایران_شتون_قانونی_بڼه_لری
دامریکا د دفاع وزیر سلاکار رابرټ کارم په چارشنبې ورځې د امریکا د کانګرس د وسلوال ځواک دکمیشن په غونډې کې د په دې باب د امریکا دملی امنیت د سلاکار جان بولټن څرګندونې ردکړی او وئیلی ئې دی ، په سورئې کې له شتونه د واشنګټن موخه له ایران سره په مقابلې کې نه ده ، او دغه شان کړچار قانونی بڼه نه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 28, 2018 12:58 Asia/Kabul
  • په سورئې کې  دایران شتون قانونی بڼه لری

دامریکا د دفاع وزیر سلاکار رابرټ کارم په چارشنبې ورځې د امریکا د کانګرس د وسلوال ځواک دکمیشن په غونډې کې د په دې باب د امریکا دملی امنیت د سلاکار جان بولټن څرګندونې ردکړی او وئیلی ئې دی ، په سورئې کې له شتونه د واشنګټن موخه له ایران سره په مقابلې کې نه ده ، او دغه شان کړچار قانونی بڼه نه لری .

روسیا الیوم خبری چینل راپور ورکړی ، دسورئې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی  جیمز جفری  منلې ده ،  چې  ایران  دسورئې دحکومت په  بلنې سره او په قانونی ډول په دغه هیواد کې شتون لری .

جیمز جفری  په عین حال کې وئیلی دی ، دامریکا حکومت  په سورئې کې د خپل  ځواک شتون ته  تر هغه وخته  چې   ایرانی ځواکونه په دغه هیواد کې موجود وی  دوام ورکړی . 

 له دې سره  سره ،   دامریکا د دفاع وزیر سلاکار  رابرټ  کارم  په چارشنبې ورځې  د  امریکا د کانګرس  د وسلوال ځواک دکمیشن  په غونډې کې  د  په دې باب د  امریکا دملی امنیت د سلاکار جان بولټن  څرګندونې  ردکړی او وئیلی ئې دی ،   په سورئې کې له شتونه د واشنګټن موخه  له ایران سره په مقابلې  کې نه ده ، او دغه شان کړچار قانونی بڼه نه لری .

 جان بولټن  ددوشنبې په ورځې وئیلی وو، تر څو چې  ایران   له سورئې  نه وی وتلی ،  په دغه هیواد کې به دامریکا عسکر موجود وی ، خو جیمز ماتیس  هم سملاسی د دغو څرګندونو په ردولو سره وئیلی  دی ،  په سورئې کې دامریکا عسکر  یوازې له داعش سره   پر مقابلې تمرکز  لری .

 امریکا او دهغې متحدانو  له ۲۰۱۴کال راهسې  له داعش ډلې سره  دمبارزې په پلمه  د ملګروملتو له چوکاټه بهر  او دسورئې  د حکومت له  اجازت پرته په دغه هیواد کې  شتون لری .  دسورئې  حکومت په کرتو   په دې باب ملګروملتو ته شکایتونه هم کړی دی .