امریکا هماغه رازپه سورئې کې ترهه ګرو ته وسلې لیږدوی
دترکیې خارجه وزیر زیاته کړې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سورئې کې ترهه ګرو او دترکیې کارګر ګوند(پی کې کې ) ته دوسلو دلیږدولو په درولو سره په مینځنی ختیځ کې خپل ناکام سیاست بدلولی شی .
زمونږخبریال دترکیې دملیّت ورځپاڼې له قوله راپور راکړ د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو دامریکا په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې په یوې مقالې کې لیکلی دی ، امریکا باید په سورئې کې ترهه ګرو د وسلو او پوځی تجهیزاتو لیږدول ودروی
دترکیې خارجه وزیر زیاته کړې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سورئې کې ترهه ګرو او دترکیې کارګر ګوند(پی کې کې ) ته دوسلو دلیږدولو په درولو سره په مینځنی ختیځ کې خپل ناکام سیاست بدلولی شی .
د نوو راپورونو په اساس د امریکا له سپکو اودرندو وسلو، تجهیزاتو اوزغر ګاډو ډک کابو دوه سوه ګاډی د عراق په کردستان سیمې کې واقع د له سملکا سرحدی سترې لارې څخه په استفادې سره سورئې ته وارد شوی دی .
له دې مخکې هم په لګسونو ځله وئیل شوی چې دامریکا دپوځی ګاډو په کاروانونو کې وسلوالو ترهه ګرو ته ډول ډول وسلې اوپوځی تجهیزات رسول شوی دی .