متحده عربی امارات باید د اهواز دحملې مسولیت ومنی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76892-متحده_عربی_امارات_باید_د_اهواز_دحملې_مسولیت_ومنی
مهر خبری اژانس وایی دیمن دانقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی دایران پرضد په امریکا کښې د متحده عربی اماراتو د سفیر چټی خبرو ته غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2018 11:37 Asia/Kabul
  •  امارات لومړۍ په اهواز کښې دایران د وسله والو ځواکونو په پریډ د حملې مسولیت پرغاړه واخلي .
    امارات لومړۍ په اهواز کښې دایران د وسله والو ځواکونو په پریډ د حملې مسولیت پرغاړه واخلي .

مهر خبری اژانس وایی دیمن دانقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی دایران پرضد په امریکا کښې د متحده عربی اماراتو د سفیر چټی خبرو ته غبرګون وښود .

په امریکا کښې د متحده عربی اماراتو سفیر یوسف العتیبه د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې د عناصرو په ګډون سره په نیویارک کښې دایران پرضد غونډې کښې وویل یمن له ایران سره د مقابلې لپاره  ترټولو منطقی او ساده ځای دی .

دیمن دانقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی  دایران پرضد د متحده عربی اماراتو د سفیر یوسف العتیبه چټی خبرو ته په غبرګون کښې وویل امارات لومړۍ په اهواز کښې دایران د وسله والو ځواکونو په پریډ د حملې مسولیت پرغاړه واخلی او بیا له خپلو ترهګرو سره یوځاې دیمن دملت پرضد کلابندۍ او دماشومانو پرضد خپلو څاروی ډوله حملو ته دوام ورکړی .