امارات له عربستان او امریکا سره یوځاې ائتلاف جوړوی
-
سعودي عربستان ، متحده عربي امارات،اردن ،بحرین او ځینې نور عرب هیوادونه په سیمه کښې د امریکا ، انګلستان او اسرائیلو پلانونه او حکمونه اجرا کوي .
دقطر الشرق ورځپاڼې ایشوا کړه متحده عربی امارات د سعودی عربستان په ملګرتیا سره د افریقا په ښکر(Horn of Africa) کښې د څو هیوادونو پوځی ائتلاف جوړوی .
دغه ورځپاڼې ایشوا کړه متحده عربی اماراتو په مصر ، ایتوپیا ، اریټریا او سعودی عربستان مشتمل د یوه پوځی ائتلاف دجوړولو وړاندیز مطرح کړی دی چې هدف یې دسره سمندر(Red Sea) سیمې د امنیت تامینول دی .
دقطر الشرق ورځپاڼې راپور زیاتوی دغه نوی پوځی ائتلاف دامریکا د پلان یوه (۱)برخه ده .
خبری سرچینو ویلی چې دغه پوځی ائتلاف د افریقا دښکر په هیوادونو کښې د لاسوهنې کوشش کوی .
د جیبوتی حکومت چارواکو هم ایشوا کړی ده چې متحده عربی امارات دسعودی عربستان په غږملتیا او د امریکا او دصهیونیسټ رژیم په ملاتړ سره په سیمه کښې د ډیرو پوځی او سمندری اډو د جوړولو کوشش کوی .
سعودی عربستان ، متحده عربی امارات،اردن ،بحرین او ځینې نور عرب هیوادونه په سیمه کښې د امریکا ، انګلستان او اسرائیلو پلانونه او حکمونه اجرا کوی